• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د اقليم زرغون صندوق لپاره د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ په موخه مشورتي ورکشاپ ترسره شو

slider-image

 

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليم زرغون صندوق لپاره د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ تر عنوان لاندې د روان کال د ليندۍ مياشتې په ۶مه نېټه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اوزون ملي دفتر مسوول او د اقليم بدلون سرپرست رئيس احمد صميم هوشمند په رياست او د دې ادارې د جندر آمرې، د جندر آمرينو او وزارتونو او خپلواکو ادارو ته د ځواب ورکوونکي بوديجې جوړونې کارپوهانو په ګډون ښوونيز او مشورتي ورکشاپ د بند امير د غونډو په تالار کې ترسره شو.

ښاغلي هوشمند د اقليم بدلون مالي ميکانيزمونو او په ځانګړي ډول د اقليم زرغون صندوق لپاره يې د پيشنهادي طرحو په انکشاف کې د جندر مسايلو د ادغام سازي ارزښتناکه وبلله او ويې ويل: په وروسته پاتې او په جګړه کې بوختونو هېوادونو کې مېرمنې ترټولو زيان منونکی قشر دی او د يوې پروژې په ټولو انکشافي پړاوونو کې بايد ورسره مشوره وشي، نوموړي همدارنګه وويل چې اقليم زرغون صندوق هېڅ هغه پروژه نه تائيدوي، چې په هغې کې د جندر موضوعات په پام کې نه وي نيول شوي او د چاپېريال ساتنې ملي اداره دې برخې ته جدي پاملرنه لري.

همدارنګه په دې ورکشاپ کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د جندر آمرې آغلې نادرې رشيدي، جندر ته د ځواب ورکوونکې بوديجې جوړونې مسوولې آغلې فرحناز يار، د اقليم زرغون صندوق پروژې د جندر مسوولې آغلې مارينا فايز او اقليم زرغون صندوق لپاره د چمتووالي وجې پروژې مسوول محمد مصطفی صاحبزاده د خپلو پرزنټېشنونو په وړاندې کولو سره د اقليم بدلون او اقليم زرغون صندوق کې د جندر موضوعاتو مدغم کولو، په دې برخه کې د کړنو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د دې مشورتي برنامې په دوام کې ګډونوال څلورو ګروپونو ( کرنه او طبيعي سرچېنې، انرژي او اوبه، ترانسپورت او معارف ) باندې ووېشل شول او خپل نظريات او وړانديزونه يې شريک کړل.
دا نظريې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې لخوا په پروژو او د اقليمي بدلون برنامو کې د جندر مسايلو د ادغام سازۍ په لارښود او همدارنګه اقليم زرغون صندوق ته د افغانستان په ملي برنامه کې ځای پرځای کېږي.

خبریال: عبدالولي عابد
عکاس: سید امید سادات

Jan 27, 2020

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021