• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو

slider-image

۱۴۴۸ کال د ربیع الأول۱۰مه نېټه/ ننګرهار

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي خصوصي پوهنتون ترمنځ د چاپېریالي پوهاوي د پراختیا، علمي څېړنو، نوښتونو او د محصلینو د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

دغه تفاهم‌لیک د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په مقام کې د یاد ریاست د رئیس قاري احسان‌الله مختار او د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس دوکتور عبدالبصیر منظور ترمنځ لاسلیک شو.

په دې غونډه کې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو، د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس او د پوهنتون یو شمېر استادانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس قاري احسان‌الله مختار د تفاهم‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې د چاپېریال ساتنه یوازې د دولت دنده نه ده، بلکې علمي، ښوونیزې او ټولنیزې ادارې او عام خلک هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د دغه تفاهم‌لیک عملي کېدو ته ژمن دی او هڅه کوي له شته امکاناتو څخه په استفادې د چاپېریال ساتنې په برخه کې لا ډېر او اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي.

قاري احسان‌الله مختار همداراز د پوهنتون د محصلینو لپاره د چاپېریال ساتنې ریاست ته د عملي زده‌کړو او مسلکي تجربو د ترلاسه کولو زمینه برابرول مهم وبلل او ویې ویل، چې د محصلینو نږدې تعامل له اړوندو مسلکي ادارو سره کولای شي د هغوی نظري زده‌کړې له عملي تجربو سره وتړي.

بلخوا، د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس دوکتور عبدالبصیر منظور د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه ډول همکارۍ د محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې مهم رول لري.

 

نوموړي د تفاهم‌لیک د عملي کېدو په برخه کې د پوهنتون ژمنتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د علمي بنسټونو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي کولای شي د علمي څېړنو، نوښتونو او مسلکي زده‌کړو د پراختیا لپاره اغېزمنې پایلې ولري.

د دغه تفاهم‌لیک له مخې به دواړه لوري د چاپېریالي پوهاوي د پراختیا، علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، ګډو څېړنو او نوښتونو د پیاوړتیا او محصلینو ته د نظري او عملي زده‌کړو او کاري تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې ګډ فعالیتونه ترسره کوي.

مسؤلین باور لري، چې د دغې همکارۍ دوام به د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي د لوړولو ترڅنګ، د مسلکي بشري ظرفیتونو په روزنه او د سالم او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې اغېزناک تمام شي.

Aug 26, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021