• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د ښکار د مخنیوي په موخه لغمان کې د الوتونکو د خرڅلاو مارکیټ څخه نظارت ترسره شو
ننګرهار، میدان وردګو او لغمان کې د تولیدي فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د خصوصي ژوبڼونو او نسل‌ګیرۍ مرکزونو جوړیدو د څرنګوالي په تړاو مشورتي غونډه وشوه

slider-image

۱۴۴۸کال د صفرالمظفر ۲۷مه نېټه/ کابل

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵کال د زمري په ۲۰مه نېټه د دې ادارې د بند امیر غونډو په تالار کې د ریاست الوزراء عالي مقام د ۲۴/۱۰/۱۴۴۷ نېټې (۷۱۵۶) ګڼه حکم د تطبیق په تړاو د اړوندو ادارو له استازو سره مشورتي غونډه وشوه.

یاده غونډه د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد صافي په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د بهرنیو چارو، مالیې، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، کابل ښاروالۍ، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست او د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست استازو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد صافي د وحشي ژوو د اهمیت، د شخصي ژوبڼونو او نسل‌ګیرۍ مرکزونو د جوړولو د څرنګوالي او مدیریت په تړاو خبرې وکړې او د اړوندو ادارو له استازو یې غوښتنه وکړه چې د ذکر شوو موضوعاتو د مثبت او منفي اړخونو په پام کې نیولو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه له دې ادارې سره شریک کړي.

د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس اجمل مرتضوي هم د یادې موضوع حقوقي او قانوني اړخونه تشریح کړل او د حکم په اړه یې ګډونوالو ته وضاحت ورکړ.

د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب د خصوصي ژوبڼونو او نسل‌ګیرۍ مرکزونو د جوړیدو د څرنګوالي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د خصوصي ژوبڼونو جوړیدل په افغانستان کې نوې تجربه ده؛ خو په نړۍ کې ناکامه تجربه ده چې د نړۍوالو معیارونو په پام کې نیولو سره باید ورته جدي پاملرنه وشي او د باصلاحیته بورډ لخوا مدیریت شي.

 د غونډې په لړ کې د خصوصي ژوبڼونو او نسل‌ګیرۍ مرکزونو د جوړیدو په تړاو ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه ورکړل، خصوصي ژوبڼونو ته د جواز ورکولو په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په دې تړاو جوړ شوی لارښود دې په دقیق ډول وکتل شي او د غونډې ګډونوال دې د لارښود د لا غني کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه له ادارې سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان د ا.ا.ا د واکمنیدو سره په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی او پانګوال لېواله شوي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د خصوصي ژوبڼونو او وحشي ژوو د نسل‌ګیرۍ مرکزونو جوړیدو ته د خلکو پام اووښتی چې په دې برخه کې د کوم قانوني سند د نشتون له امله د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لخوا یاده موضوع د اسلامي امارت ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندیز شوه چې د یاد حکم په اساس به د یادې موضوع د څېړنې او ارزونې لپاره د اړوندو ادارو استازو په شمول کمېټه مؤظفه شوې؛ ترڅو  په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

Aug 11, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021