• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې په موخه ۴ولایتونو کې د عامه پوهاوي او نظارتي برنامې ترسره شوې
د چاپېریالي معیارونو د پلي کېدو په موخه د څارنو او همغږۍ لړۍ دوام لري
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې او اسیند مؤسسې ترمنځ د اوبو او زبالو د مدیریت په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه ولایتونو کې د یو شمېر فعالیتونو ارزونې وشوې

slider-image

۱۴۴۷ کال د ذوالحجې ۲۱نېټه/ننګرهار-کونړ-لغمان

د چاپېریالي اصولو د تطبیق، اوبو، هوا، خاورې او غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د چاپېریال ساتنې ریاستونو نظارتي ټیمونو له لوري د مختلفو فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنې او ارزونې وشوې.

 د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس قاري احسان الله مختار په مشرۍ نظارتي ټیم له لوري د سرخرود ولسوالۍ د باولۍ او مارغونډۍ د ګچو تولیدي فابریکو لپاره د نوي ځای د ټاکلو په موخه ساحوي ارزونه او مشورتي غونډه وشوه چې په نېږدې وخت کې به یادې کارخونې له ښار څخه لېرې ولېږدول شي؛ ترڅو موجوده چاپېریالي ستونزې حل شي.

همداراز د یاد ریاست د چاپېریالي چارو مفتشینو له لوري د خوګیاڼو  ولسوالۍ وزیر ټټنګ اول بلاک د ګچو د استخراج  قرار داد ساحې کې د مشریقوال افغان وایټ د سنګ مرمر استخراج او پروسس  شرکت څخه د چاپېريالي ارزونې په موخه لیدنه تر سره شوه او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې چې د اړوند فعالیت مسئولینو د چاپېریالي اصولو د تطبیق ژمنه وکړه.

د غږیزې ککړتیا د مخنیوي، د عامه نظم د تأمین او د سالم چاپېریال رامنځته کولو په موخه د کونړ ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس ډاکټر محمدرحمن صابر په مشرۍنظارتي ټیم له لوري اسعدآباد ښار او نوآباد بازار په ساحو کې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو.

د یاد کمپاین پر مهال د یادو بازارونو دوکاندارانو، سبزي‌پلورونکو او نورو فعالیت کوونکو ته د غږیزې ککړتیا د ناوړه اغېزو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او د نظارت په لړ کې کې له هغو اشخاصو او دوکاندارانو څخه چې د لوډسپیکرونو او نورو غږیزو وسایلو په وسیله یې غږیزه ککړتیا رامنځته کړې وه، یاد وسایل راټول او ضبط شول.

د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست د نظارت او تفتیش ګډ ټیم، چې د یاد ریاست بېلابېل مدیریتونو استازي پکې شتون لري، د خپل کاري پلان له مخې د مهترلام ښار اړوند روحید منهاج، انصاف او هفته ګل د یخ جوړولو تولیدي فابریکې او د قرغه یو وولایت د چاپېریال ساتنې ولسوالۍ اړوند الهام په نوم د یخ جوړولو تولیدي فابریکو څخه چاپېریالي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د یادو فابریکو څخه د څارنې پر مهال د اوبو کیفیت، د فاضله اوبو مدیریت، د تولید ظرفیت، ماشینرۍ، د تولید بهیر، د اوبو د بیا کارونې (ریسایکلینګ) سیستم، د کارکوونکو شمېر او نورو چاپېریالي موضوعاتو په اړه لازم معلومات راټول شول.

د ریاست مسلکي او تخنیکي کارکوونکو د یادو فابریکو اوسنی چاپېریالي وضعیت وارزاوه او مسؤلینو ته یې د چاپېریالي اصولو، مقرراتو او لارښودونو د ښه تطبیق په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

Jun 7, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021