• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې په موخه ۴ولایتونو کې د عامه پوهاوي او نظارتي برنامې ترسره شوې
د چاپېریالي معیارونو د پلي کېدو په موخه د څارنو او همغږۍ لړۍ دوام لري
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې او اسیند مؤسسې ترمنځ د اوبو او زبالو د مدیریت په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

کابل کې د زبالو د مدیریت په تړاو ملي کنفرانس ترسره شو

slider-image

۱۴۴۷کال د ذوالقعدې‌ ۲۵مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې خوندیتوب او زبالو د مدیریت په پار د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د EPTDO مؤسسې په همکارۍ نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵کال د ثور میاشتې په ۲۲مه نېټه د کابل ښار پارک سټار هوټل کې د (زبالو مدیریت) تر عنوان لاندې یو ورځنی ملي کنفرانس ترسره شو.
په دې کنفرانس کې د امارتي ادارو لوړ پوړو چارواکو، ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو، پوهنتونو استادانو، متخصصینو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.


د کنفرانس په پیل کې د قران عظیم الشان مبارک آیتونه ولوستل شول ورپسې د چاپېریال ساتنې زده‌کړو او پراختیا (EPTDO) مؤسسې رئیس عبدالهادي اڅکزي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د زبالو د مدیریت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د اقلیمي بدلون او زبالو د ناوړه اغېزو څخه افغانستان زیات اغېزمن هېواد دی؛ نو زموږ لپاره لازمه ده چې عملي اقدامات وکړو.
ښاغلي اڅکزي وویل اوسمهال زبالې یو بحران ګرځیدلی او موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې نړۍوالې مؤسسې وهڅوو څو افغانستان سره د زبالو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي.
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د انسانانو او ټولو ژوندیو موجوداتو پر ژوندانه د زبالو د اغېزو په هکله وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل د کثافاتو له مشکل سره یوازې افغانستان نه بلکې له اقلیمي بدلون وروسته مخ پر ودې هېوادونه د زبالو د عدم مدیریت له سترو ګواښونو سره مخ دي.


ښاغلي خالص وویل: دا مهال د نفوسو د ډیرښت له امله زموږ لوی ښارونه د زبالو له ګواښ سره مخ دي، په ښارنو کې د خلکو نفوس له حد څخه زیات شوی او زبالې په سالم شکل نه شي مدیریت کیدی. ده ټینګار وکړ چې د زبالو د مدیریت مسئلې ته باید لومړیتوب ورکړو.
عمومي رئیس زیاته کړه چې د زبالو د مدیریت لپاره باید حکومت، ملت او نړۍوالې مؤسسې په ګډه حل لارې پیدا کړي. ده له خصوصي سکتور او هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د زبالو د مدیریت په برخه کې مشترک قدمونه واخلي او د ښارونو د پاکوالي په پرخه کې تر خپله وسه کار وکړي.
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې په ټولو صنعتي او پرمختیایي چارو کې چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه وشي، خصوصي سکټور باید په دې برخه کې کار وکړي او د کثافاتو راټولولو، تفکیک او له منځه وړلو په برخه کې پانګونې وکړي.


د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد د کثافاتو د مدیریت او زیانونو په تړاو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې کابل ښاروالي هڅه کوي کابل ښاریانو ته لازم خدمات وړاندې کړي.


د اریانا نیوز ټلویزیون رئیس مجیب الرحمن بهیر د عامه پوهاوي او چاپېریال ساتنې په برخه کې د رسنیو او ټولنو رول او مسوولیتونو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.
د کنفرانس په لړ کې د متخصصینو او پوهنتون استادانو له لوري د زبالو د مدیریت په تړاو، څېړنیز او معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.


په پای کې د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص له لوري د کنفرانس ارزونه وشوه او ټینګار یې وکړ چې خلک او حکومت باید د زبالو د تنظیم او مدیریت په برخه عملي اقدامات ترسره او مخکې قدمونه واخلي.

May 13, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021