• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

سیمه‌ییزه ایکولوژیکي سرمشریزه په آستانه کې د افغانستان ا.ا.ا د پلاوي په ګډون سره پیل شوه

slider-image

١٤٤٧کال د ذوالقعدې ٥مه/ آستانه
د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې نن د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې (Regional Ecological Summit 2026) پرانیستغونډه ترسره شوه چې پکې د سیمې د یو شمېر هېوادونو ولسمشرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو، نړیوالو بنسټونو او د چاپېریال ساتنې متخصصینو ګډون کړی و.
په دې سرمشریزه کې د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص هم د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ګډون کړی دی.


غونډه د کوربه هېواد د ولسمشر د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې پیل شوه، چې پکې یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو او همغږو اقداماتو پر اړتیا یي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د چاپېریالي ننګونو اغېزې له پولو هاخوا دي او د حل لپاره یې سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري حیاتي ارزښت لري.
ورپسې د ګډونوالو هېوادونو یو شمېر مشرانو او استازو په خپلو ویناوو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د اوبو د کمښت، د ځنګلونو د تخریب، د هوا د ککړتیا او د طبیعي سرچینو د ناسم مدیریت پر ستونزو خبرې وکړې او د ګډو حل‌لارو پر موندلو یې ټینګار وکړ.


د ملګرو ملتونو استازو هم په خپلو څرګندونو کې د اقلیم بدلون د نړیوال ګواښ په توګه یاد کړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې پیاوړې او عملي کړي.
د غونډې په لومړۍ ورځ پر دې ټینګار وشو چې د زرغون اقتصاد پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ کارونه، د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا کولای شي د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون موخه په دې سرمشریزه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اړتیاوو مطرح کول، له نړیوالو شریکانو سره د تجربو تبادله او د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخول دي.


ټاکل شوې ده چې د سرمشریزې په راتلونکو ورځو کې به تخنیکي ناستې، دوه‌اړخیزې لیدنې او تخصصي بحثونه هم ترسره شي، چې پکې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې عملي او دوامدارې حل‌لارې وڅېړل شي.
دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، چې کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو او مؤثرو همکاریو لپاره لا پیاوړې زمینه برابره کړي.

Apr 23, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021