• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د ښکار د مخنیوي په موخه لغمان کې د الوتونکو د خرڅلاو مارکیټ څخه نظارت ترسره شو
ننګرهار، میدان وردګو او لغمان کې د تولیدي فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د (UNDP) مسوولین: موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړو

slider-image

۱۴۴۷کال د ذوالقعدې ۲مه نېټه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو د خپلو لیدنو په لړ کې نن یک‌شنبه د ۱۴۰۵کال د وري په ۳۰مه نېټه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام
  (UNDP)له استازو ښاغلی سرګي وولکوف او نجیب الله یوسفي او همدا راز د رها مؤسسې له مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو د چمتو شوي ملي راپور د مخ‌کتنې؛ دوو چاپېریالي پروژو د تطبیق او
GEF-9 غونډې په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د مېلمنو هرکلی وکړ او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د
(UNDP) کارونه قابل د قدر دي؛ ځکه په دې برخه کې دوی کافي تجربه لري او هیله یې وښوده چې چاپېریالي مسایلو ته باید ډیره پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د اقلیم بدلون څانګې مسوول ښاغلي سرګي وولکوف د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: سره له دې چې افغانستان له ډیرو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی؛ خو ډیر فرصتونه هم لري. نوموړي ټینګار وکړ چې په ګډه همغږۍ سره باید له موجوده فرصتونو څخه کار واخیستل شي. ده ژمنه وکړه چې
(UNDP) به هڅه وکړي؛ ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او په ګډه کار وکړي.


د ناستې په لړ کې پر مهمو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او عمومي رئیس غوښتنه وکړه چې د چاپېریالي پروژو په تطبیق کې باید زیات دقت وشي او د کارونو مؤثریت او مثمریت ته دې جدي پاملرنه وشي
.
ښاغلي خالص د
(UNDP) له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د چاپېریالي پروژو د ارزونې لپاره باید د یوه تخنیکي ټیم د څارنې زمینه مساعده کړي؛ ترڅو د پروژو مؤثریت او مثمریت تثبیت او مخکې قدمونه واخیستل شي.


په پای کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره دې مناسبې حل لارې چارې ولټول شي
.

Apr 20, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021