• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون دویمه غونډه وکړه

slider-image

 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي په مشرۍ، د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمیسیون د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه، د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې دویمه غونډه وکړه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر عزت الله صدیقي او اړوندو وزارتونو معینانو او استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې، ښاغلي میوندي د ګډونوالو هرکلی وکړ او د اجنډا مطابق یې رسماً غونډه پیل کړه ورپسې مسلکي معین د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د تطبیق په اړه ګډونوالو ته د دې ادارې د کړنو په تړاو معلومات ورکړل او و یې ویل: د دې پلان د پلي کېدو ترڅنګ د عامه پوهاوي پلان هم چمتو شوی او تصویب شوی دی. 

ښاغلي صدیقي د مطبوعاتي کنفرانسونو جوړول، د هوا د څرنګوالي څخه د نظارتي طرحې جوړول، د حمامونو او د خښتو بټیو له مالکینو او کابل ښار د ناحیو له معاونینو سره د ناستې ترسره کول او د اړوندو ادارو استازو سره د نیالګیو کېنولو په اړه غونډې کول د دې پلان له پرمختګونو څخه یاد کړل. 

نوموړي له هغو وزارتونو چې د دې پلان په تطبیق کې سهیم دي غوښتنه وکړه چې خپل راپورونه دې کره ارقامو سره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته را واستوي؛ تر څو موږ د لېندۍ میاشتې په پای کې جمهوري ریاست ته راپور ورکړو. 

د اجنډا مطابق د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ساتنې رئیس انجنیر حسن غلامي په کابل ښار کې د هوا ککړتیا راکمولو پنځه کلن پلان په پلي کولو کې د ښاروالۍ د کړنو په اړه معلومات ورکړل. 

د ټرانسپورټ وزارت استازي د نقلیه وسایطو د تخنیکي معاینې لپاره د جوړې شوې طرحې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې که لازمه بودیجه ترلاسه کړي؛ نو دغه طرحه به په راتلونکي کال کې په کابل او ولایتونو کې پلي کړي. همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت استازي له ښار څخه لېرې د ریګرېشنونو د انتقال په اړه معلومات ورکړل. 

د غونډې په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د کانونو او پټرولیم وزارت او سټندرد ملي ادارې استازو په ګډون، یوه کمېټه جوړه شوه او دنده ورکړل شوه چې د ډبرو سکرو د تصفیه کول د څرنګوالي په اړه دې راپور چمتو او د کمیسیون غړو ته دې وړاندې کړي. 

همدا راز د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د لا ښه پلي کېدو په موخه ځېنې نور موضوعات هم مطرح شول او له هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

Nov 12, 2019

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021