• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د ښکار د مخنیوي په موخه لغمان کې د الوتونکو د خرڅلاو مارکیټ څخه نظارت ترسره شو
ننګرهار، میدان وردګو او لغمان کې د تولیدي فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د لسګونو فابریکو او تولیدي شرکتونو څخه د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

slider-image

۱۴۴۶کال د ربیع الاول۱۴مه/کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیمونو له خوا کابل ښار کې د هواککړتیا راکمولو، مخنیوي او چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه د کابل څرخي‌پله او ده‌سبز صنعتي پارکونو کې  د ۶۲ مختلفو فابریکو او تولیدي شرکتونو : (د وسپنې او المونیم ویلې کولو فابریکو، د وسپنه‌یې او جستې پایپونو، خوراکي توکو، پلاستيکي پایپونو، پلاستیکي توکو، وینځونکو توکو، صابون جوړولو، پلاستيکي څپلکو، اکسیجن، رنګ، نوشابو، معدني اوبو، درملو او فوم تولیدي شرکتونو) له فعالیتونو او چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د نظارت په ترڅ کې د فابریکو او تولیدي شرکتونو مسوولینو ته چاپېریالي ستونزې او نېمګړتیاوې ور وښودل شوې او د اصلاح په موخه ورته د چاپېریال قانون، مقرراتو او طرزالعملونو په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
.


د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د هواککړوونکو سرچینو او ټولو فعالیتونو مسوولینو ته سپارښته کوي چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق عیار  او ترسره کړي
.
هغه فابریکې او تولیدي شرکتونه چې د دود د تصفیې فلټرونه یې غیر فعال، ویجاړ او یا هم د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل وګرځي، له قانوني چلند سره به مخ شي
.
د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي او هغه څوک چې له چاپېریالي اصولو څخه سرغړونه کوي د قانون منګولو ته یې سپاري
.

Sep 17, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021