• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د ښکار د مخنیوي په موخه لغمان کې د الوتونکو د خرڅلاو مارکیټ څخه نظارت ترسره شو
ننګرهار، میدان وردګو او لغمان کې د تولیدي فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څارنې وشوې

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

په ننګرهار کې دوه بازان د ښکاریانو له منګولو خلاص او آزاد شول

slider-image

۱۴۴۴کال د ربیع الاول ۲۶مه-  ننګرهار
د ننګرهار ولایت د ګمرک ریاست مسوولینو لخوا په طورخم بندر کې دوه دانې بازان چې بهر ته قاچاق کیدل، د ښکاریانو له منګولو خلاص او د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رياست ته سپارل شوي وو چې د دې رياست په وړاندیز او ولايت مقام د ۱۴۴۴/۳/۲۴ نېټه حکم په اساس د ګډ هئيت په شتون کې آزاد شول.
ياد الوتونکي خورا ارزښتمن دي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتني وړ وحشي ډولونو په نوملړ کې شامل او د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د دې الوتونکو نسل بايد له منځه لاړ نه شي او د ساتنې لپاره یې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا ده. همدا راز سوداګري او لېږد یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له جواز پرته ناقانونه ده او هیڅوک نه شي کولی چې بهر ته یې انتقال کړي.


د ننګرهار ولایت د چاپیریال ساتنې رياست د طورخم ګمرک له مسئولینو او کشفي ارګانونو څخه مننه کوي چې د دې الوتونکو د قاچاق مخنيوی يې وکړ او په راتلونکي کې هم ترې غواړو چې بهر ته د نایابه، قیمتي او هغو الوتونکو چې نسل یې له ورکیدو سره مخ دی، د قاچاق مخه ونیسي.
همداراز ټولو هغه خلکو ته چې په ورته عمل لاس پورې کوي خبر ورکول کيږي چې په راتلونکي کې له ښکار او قاچاق څخه ډډه وکړي او څوک چې سرغړونه کوي له قانوني چلند سره به مخ شي.


نوټ: دا چې څو لسيزو جنګ جګړو زموږ د هېواد د نورو ارزښتمنو شتمنيو تر څنګ چاپيريالي شتمنۍ هم اغېزمنې کړي او له ګواښ سره مخ دي، د دی لپاره چې د نورو شتمنيو ترڅنګ مو چاپيریالی شمتنۍ لا غني او بډایه شي له ټولو هېوادوالو څخه هيله کوو چې د الوتونکو او نورو وحشي حيواناتو د ښکار، قاچاق او ځنګلونو د وهلو څخه ډډه وکړي او د يوه پاک او سمسور چاپېریال لپاره په ګډه لاس په کار شو.

Oct 23, 2022

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021