• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د نوي رییس د پېژند کلوۍ غونډه

slider-image

کابل د غبرګولی ۲۳
د جمهوري ریاست د حکم پربنسټ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نوی رییس ښاغلی پښتون عاطف د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلی لخوا د اد ارې  رهبرۍ او کارکوونکوته وپیژندل شو.
په یاده غونډه کې د ملی شورا غړي، قومی مشران او د دولتی ادارو معینانو هم ګدون کړئ وو.
په پیل کې انجنیر عزت الله صدیقی د ادارې مسلکي معین راغلو میلمنوته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ښاغلي پښتون عاطف ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او د ادارې د لاسته راوړنو معلومات یې ورسره شریک کړه او په آینده کې یې د همکارۍ او ټیمي کار ډاډ ورکړ.
ښاغلي صدیقی په مالي، سیاسي، او اداري برخوکې د پلان او پالیسۍ د ښه پلي کولو په خاطر د چارو ادارې د هرراز همکاریو غوښتونکی شو. ورپسې د جمهوري ریاست حکم د پښتون عاطف د مقررۍ په اړه د چارو ادارې معاون احمد الله نوید لخوا ولوستل شو.
همداراز د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید ښاغلی پښتون عاطف یو وطن دوسته او د لوړو زدکړو لرونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې د چاپېریال ساتنه یواځې د ادارې مسولیت نه دی بلکې ټول خلک باید د چاپېریال په ښیرائ کې ونډه واخلي.
ورپسې د چارو ادارې لوی ریس فضل محمود فضلي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مخکینې رییس شاه زمان میوندي هڅي وستایلي او قدراني یې وکړه او وې ویل چي د حکومت یو اړین مسوولیت دا دی چې وړ او متعهد کسان ادارو ته معرفي کړي چی ښاغلی عاطف یی ښه بیلګه ده.
ښاغلې فضل محمود فضلی وعده وکړه چې د نورو دولتی ادارو سره په هماهنګي د چاپېریال ساتني ملي ادارې سره به مرسته وکړي.
داکټر فضلی د ادارو په دیجیتلي کیدو ټینګار وکړ او په هیواد کې د نیالګیو کښېنولو په فرهنګ او د چاپیریال ساتنې د پلانونو، قوانینو او طرزالعملونو په پلي کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ښاغلی پښتون عاطف د چاپیریال ساتني ملي ادارې نوي رییس د جمهوری ریاست له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او د ادارې د مخکیني رییس ښاغلی میوندي له کارونو او هڅو څخه یې مننه وکړه او وه یې ویل چي یاد مسولیت به په ګډه د ادارې د رهبرۍ او کارکونکوو سره پرمخ وړو،همدارنګه ښاغلي پښتون عاطف خپل پروګرامونه د اقلیم د بدلون، نړیوالو مالي مرستو جلبول، د اړوندو اداراتو ترمنځ همږغۍ، د طبیعي میراثونو ساتل، د شنو سیمو پراختیا،د ځنګلونو ساتل، د اوبو، هوا او خاوري د ککړتیا مدیریت، د عامه پوهاوي لوړول، د چاپېریا ساتني د مقرراتو او پالیسۍ د تطبیق په برخو کي وړاندي کړ.
همدارنګه یې وویل : ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هغه وخت شونی دی چي یو متعهد او پیاوړی کاري تېم شتون ولري او زموږ پیغام دادی چي د اداري فساد د له منځه وړلو او روڼتیا رامنځته کېدو په خاطر په یوه مشترک کاري ټېم کي کار وکړو.

Jun 14, 2021

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021